IQNA

د مسلمانانو د عالمانو  نړیوالې اتحادئې په سوېډن کې د قرآن سپکاوی په کلکه وغنده

12:33 - December 23, 2025
د خبر لمبر: 3492205
ایکنا - د مسلمانانو د علماوو نړیوالې اتحادئې، په سوېډن کې د قرآن کریم د سپکاوي او د اسټکهم پر جومات د برید په کلکه غندنه وکړه او د مسلمانانو پر سپېڅلو ځایونو د بریدونو د مخنیوي لپاره ئې د جدي اقدام غوښتنه وکړه.

  ایکنانیوز د عربی ۲۱ له قوله خپور ورکړی، د افراطي کسانو له‌خوا د اسټکهم پر جومات له برید وروسته، د مسلمانانو د علماوو نړیوالې اتحادیې د مسلمانانو پر سپېڅلو ځایونو د بریدونو د درولو غوښتنه وکړه.

دې اتحادئې په خپلې اعلامیې کې دا اقدام یو غندل شوی او جنایتکار عمل وباله، چې د انساني ارزښتونو، الهي دینونو او نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دی.

د مسلمانانو د علماوو نړیوالې اتحادئې همدارنګه د مسلمانانو د وضعیت او د هغوی د حقونو د جدي سرغړونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه؛ هغه سرغړونې چې د ژوند، سپېڅلو ځایونو، حقونو او کرامت پر وړاندې یې په څو اروپايي هېوادونو کې منفي اغېز کړی دی. دې اتحادیې د نړۍ په کچه د مسلمانانو د احساساتو پرله‌پسې پارونو ته هم اشاره وکړه.

د دې اسلامي بنسټ د اعلامیې په دوام کې، دا جنایت او همدارنګه د قرآن کریم د سپکاوي ټول موارد،  توکمپالې حملې او ویناوې، د اسلام ضد پارونې او د کرکې خپرولو هغه جنایتونه چې مسلمانان په نښه کوي، په کلکه وغندل شول؛ هغه کړنې چې په وروستیو کلونو کې، په ځانګړي ډول په سوېډن او د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې، په زیاتېدونکي ډول ډېرې شوې دي.

دغې اتحادئې له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې د دې ډول پارونو او جرمونو د مخنیوي لپاره جدي او پرېکنده ګامونه پورته کړي او د اسلام او نورو دینونو پر وړاندې د توکمپالنې او کرکې خپرولو پر ضد په کلکه مبارزه وکړي.

د اسلام‌ضدو افراط پالو  له‌خوا د سوېډن د پلازمېنې اسټکهم پر یوه جومات د برید پر مهال، د قرآن کریم یوه نسخه وموندل شوه چې د زینو د دستې  (نرده) سره په ځنځیر تړل شوې وه او شپږ د مرمیو نښې پرې لګېدلې وې.

د جومات مدیر محمود الخلیفي اناتولي خبري اژانس ته وویل: توکمپالې او اسلام‌ضده حملې ورځ تر بلې زیاتېږي. هغه څرګنده کړه چې یو قرآن موندل شوی و، چې پر هغه په عربي او سوېډني ژبو لیکل شوي وو: «له تاسو سره په لیدو خوښ یو، خو د کور ته د تلو وخت مو  رارسېدلی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4324331

captcha